د ايران د قران خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس.، هغه هم دا راز په سيمې كې له پاڅونونو سره د مقابلې لاره د خلكو غوښتنو او حقوقو ته پام وباله او روښانه ئې كړه ځپل به په اوږدې مودې كې ځواب ورنكړی او د هغو هيوادونو حكومتونه چې خپل خلك وژنی د سياسی انزوا په حال كې دی.
د ايران د نظام مصلحلت پيژتدونكی ټولنې مشر د بحرين د خلكو د ځپلو په محكومولو سره هم ټينګار وكړ د بحرين خلك په سيمې كې خوره بې دفاع خلك دی او يو لويدیځوال هيواد او دغه راز يوعربی هيواد هم د خپلو ګټو په علت د هغوی دفاع كولو ته حاضر نه دی.
رفسنجانی هم دا راز په دې په ټينګارسره چې د ايران اسلامی جمهوريت هیڅ كله د نورو هيوادونو په چارو كې په لاس وهنې پسې نه دی وويل، د استكبار او ستبداد په نفی كولو كې د ايران ولس پنځوس كلنه مخينه لری چې د اسلامی انقلاب د برياليتوب سبب شوې او د سيمې لپاره الهام بخښونكی كيدلی شی.
772210