IQNA

د افغانستان دينی عالمانو، د قران شريف سوځول محكوم كړل

18:54 - April 11, 2011
د خبر لمبر: 2104221
سياسی او ټولنيزه ډله: د افغانستان د دينی عالمانو په زيات شمير سره د امريكې په فلوریډا ولايت كې يو سپيره پادرې په لاس د قران پاك سوځول او سپكاوې په كلكه محكوم كړ.
د ايران د قران خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس.، چې له (afghanpaper) یې نقلوی چې د افغانستان د دينی عالمانو يوې لوې ډلې په امريكې كې د پادرې په لاس د قران پاك سوځولو پر ضد تيرې جمعې د اووم اپريل په ورځ په كابل كې ارامه مظاهره وكړه خو هغو وويل چې امنيتی ځواكونو هغو ته ددې مظاهرې اجازه نامه نه وه وركړې.
عالمانو ته د اجازې په نه صادريدا په خلاف په كابل كې يوه خبری ناسته كې د صدایې افغان دوهم مشر ښاغلی حجت الاسلام و المسلمين سيد احمد موسوی مبلغ د حاضرينو پوښتنو ته په ځواب ويلو سره وويل چې مونږ ددې پادرې د دې كار په كللكه محكوموو او له امريكې حكومته غوښتنه كوو چې په دې پادرې په محكمې كې مقدمه وچلوی.
771776
captcha