IQNA

مهمانپرست: په مينځنی ختیځ كې د ايران اصولی سياست، د ملتونو غوښتنې ته پام دی

17:12 - April 12, 2011
د خبر لمبر: 2104836
سياسی او ټولنيزه ډله: زمونږخبريال راپورراكړ د ايران د اسلامی جمهوريت د خارجه وزارت ويندوی رامين مهمانپرست نن په خبری كنفرانس كې په دې خبرې په ټينګار سره چې د ټولنې پر اكثريت د لوكی د ارادې تپل عين ديكتاتوری ده زياته كړه، ايران هیڅ كله له هغو خلكو سره ځپونكی او تاؤتريخجن چلند چې سوله ايزې غوښتنې لری نه تائيدوی.
د ايران د قرانی خبری إژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، هغه دغه راز د سورئې وروستيو حالاتو ته په اشارې سره ټیڼګار وكړ امريكايان او لويدیځوال د خپلو رسنيو په مرستې سره هڅه كوی د لنډغرو ډلو حركت ستر وښودی او هغه د يوې ټولنې د اكثريت غوښتنه او اراده وښئ
د ايران د خارجه وزارت ويندوی په عراق كې د منافيقينو د ترهه ګرې ډلګۍ د كيمپ په پیښو كې له هغو د امريكا او اروپائی اتحادئې ملاتړ ته هم اشاره وكړه او وې وئيل د بشری حقوقو له مدعی هيوادونو او نړيوالو ادارو او موسيسو او ټولنو تمه دا ده چې له دوه ګوڼی او سياسی چلند پرته دې د ترهه ګرو اقدامات محكوم كړی او ترهه ګرو ته له پناه وركولو دې لاس په سر شی
ښاغلی مهمانپرست بحرين ته د عربستان د ځواك لیږلو ته په اشارې سره هم ووئيل په هر هيواد كې د شخړې حل لاره يوه داسې فضا ده چې د خلكو د غوښتنو پيژندګلوۍ غورا و تامينولو سره مرسته كوی اوكه لاره په تيروتنې سره مشخصه شی نو نه يوازې دغه غوښتنې نه تامينیږی بلګې كړكيچ لا پيچلی كوی.
د ايران د خارجه وزارت ويندوی ددې خبرې په كولو سره چې كه د حكومتونو لاسونه د خپلو ولسونو په وينو ككړ شی، نو داسې ژور ټپونه رامينځته كوی چې بيا ډير تاوانونه هم درلودلی شی روښانه كړه په هغو بشپړ داخلی موضوګانو كې د نورو هيوادونو لاسوهنه چې د بحرين د خلكو پخپل لاس سره به حل شی سمه خبره نه ده
773064
captcha