IQNA

(اساليب و مقدمات الحفظ) نومې كتاب خپور شو.

14:04 - April 13, 2011
د خبر لمبر: 2105339
بين المللی ډله: د قم په سپیڅلی ښار كښې حضرت رقيه سلام الله عليها نومې قرآنی مركز خپل شپږم قرآنی كتاب د اساليب و مقدمات الحفظ يعنې د قرآن كريم د حفظ رودې او مقدماتو په عنوان سره خپور كړ.
د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې دغه كتاب په قم ښار كښې د قرآن كريم د ستر حافظ او د حضرت رقيه (س) د قرآنی مركز د قرآن د حفظ د څانګې د استاذ سيد مهدی په قلم ليكل شوی دی.
په دې كتاب كښې يو شمير داسې مطالب او موضوعات شامل دی چې د قرآن كريم د آسان او ساده حفظ په زده كولو كښې له مينه والو سره مرسته كوی.
د اسلام په پيل كښې د قرآن كريم د حفظولو روده، د اهل بيتو (ع) په احاديثو كښې د قرآن كريم د حفظ اهميت، د قرآن كريم د حفظ له پاره لازمې معنوی زمينې او د قرآن كريم د حفظ په اسانولو كښې اغيزمن عوامل ددغه كتاب كتاب له موضوعاتو څخه دی.
773185
captcha