د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس مونږ خبريال ووييل د لبنان د بيروت پوهنتون د سياسی چارو يوه كارپيژاند محسن صالح له پريس ټی وی چينل سره په مركه كښې دې ته په اشارې سره چې دبحرين رژيم او دسعودی عربستان پوځيان دبحرين دخلكو په ځپلو سره جوماتونه ړنګ كړی او قران مجيدونه سوزوی وويل هغه وخت چې دمسلمانانو سپیڅلی كتاب قران مجيد په بحرين كښې دحكومتی عسكرو لخوا سوزول كیږی نو په دې اساس دبحرين او عربستان او دغه راز دامريكا دپادری ټيری جونز ترمينځ كوم تفاوت او فرق شته .؟
هغه وويل زما په نظر بحرين حاضردمه دامريكا او سعودی عربستان لخوا نيول شوی دی .
هغه وويل دبحرين رژيم نوره خپلواكۍ نلری او امريكا هم دبحرين دخلكو لپاره دبرخليك دټاكلو هڅه كوی .
سياټيل اينټرنیټ پاڼې راپور وركړ امريكا په بحرين كښې دبشری حقوقو دخلاف ورزۍ ملاتړ كوی .
زمونږ خبريال وای دسياټل پوسټ ورځپاڼې اينټرنیټ سایټ نن راپور وركړ دبحرين حكومت دامريكا په ملاتړ او دسعودی عربستان او متحده عربی اماراتو دپوځيانو په شتون سره په بحرين كښې ولسی پاڅون ځپی .
په دغه راپور كښې ويل شوی دامريكا ولسمشر باراك اوباما دبحرين دبدلونونو په باره كښې چپتيا غوره كړی ده .
دغه ورځپاڼه دغه راز په وروستيو مياشتو كښې دبحرين دحكومت او دسپينې ماڼۍ دمقاماتو دپټو تماسونو خبر وركړ .د بحرين دخلكو انقلاب دفرورۍ دمياشتې له څوارلسمې نیټې پيل شوی او دبحرين په انقلابيانو دسعودی عربستان او بحرين دپوځيانو په ډزو او حملو كښې تراوسه كابو ديرش كسان مړه ، په لسګونو تښتول شوی او په زرګونو نور ژوبل كړی شوی دی .
د بحرين پوځيانو ددغه هيواد دوه نامتو مذهبی مشران ونيول .
د بحرين ددغو دوو سترو مذهبی عالمانو نيول دحكومت ضد مظاهرو دملاتړ په دليل ددغه هيواد دروغتيا وزارت دپينځلسو كاركونكو او دديرشو ډاكټرانو له كارونو ايستلو وروسته ترسره شول .
د بحرين دپوليسو دغه راز په ښوونځيو حملې سره دكاربنديز دترسره كيدا په درشل كښې يو شمير معلمان و نيول .
د بحرين مقاماتو نن دلبنان شپاړس ښاريز له دغه هيواده وويستل .
773566