د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د يو راپور پراساس، هغه چې د ايران له سهار ټيليويژنی چينل سره ئې په يوه خصوصی پروګرام كې د ايران د ایټمی تيكنالوجۍ د ملی ورځې په مناسبت او د نويو ایټمی برياؤ د بيانولو په باب خبرې كولې زياته كړه د ايرانيو ځوانانو په همت ا وهڅې سره د ایټمی پرمختګ هغې مرحلې ته رسيدلی يو چې ایټمی پوهه نورو هيوادونو ته صادرولی شو .
خرازی دغه راز ووئيل د ناپيلی غورځنګ د نم ډلې او جې ۷۷ په څير ډلو چې په نړيوال ډګر كې مهم او ارزښتمن ځای لری، په ایټمی زمينې كې ئې د ايران ډير ملاتړونه كړی دی او دغه ملاتړونه په نړيوال ډګر كې د امريكا د ماتې سبب شوی دی .
په فرانس كې د ايران د اسلامی جمهوريت پخوانېی سفير ښاغلی خرازی د ايران د ایټمی ريئكټر او د زلزلې په وخت د جاپان له ريئكټر سره ئې د پرتله كولو په باب د ځينو اندیښنو په هكله ووئيل د اندیښنې هیڅ ضرورت نشته ، د ايران ایټمی رئيكټر له لوړ امنيته برخمن دی او له نورو رئيكټرونو ئې د امنيت يو پوښښ زيات دی.
774083