IQNA

احـمدی نژاد: د امريكې د مشرانو سياست، نورو ملتونو ته دوكه وركول دی

17:50 - April 15, 2011
د خبر لمبر: 2105916
سياسی ډله: زمونږ خبريال راپورراكړ د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشرمحمود احمدی نژآد نن د سيستان او بلوچستان د شهيدانو او سرښيندونكو د كورنيو په ټول كې زياته كړه د امريكا پخوانی واكمن جارج بش په غوسې سره ډګر ته ودنګل او دغه ښاغلی اوباما په مسكا سره دغه كاركوی، خو د دواړو موخه يوه ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، احمدی نژاد وويل په حقيقت كې مخكينی واكمن په توغندی او ټوپك سره كار كاوه خو اوباما هم تغندی او هم ټوپك سره او هم په دوكې، دروغو او رياكارې مسكا سره كار ته دوام وركوی.
احمدی نژآد ويل ديرش كاله مخكې د نړېۍ په ډيرو سيمو كې موكه ويئل چې امريكايان هماغه د بشريت ضد وحشيان دی، خو چا باورنه كاوه، خو نن سبا د شهيدانو په وينو او د تاسو د سرښيندنې په بركت سره د امريكائی واكوالانو او صهونيسټانو او د هغو د ملګرو رسوا څيره نندارې ته وړاندې شوې ده .
د ايران د اسلامی جمهويت ولسمشر همداراز په دې خبرې په ټينګارسره چې نړۍ په چټكۍ سره په نوی افق كې حركت كوی زياته كړه تر كلونو كلونو پورې امريكا او ملګرو ئې له نادانو او جاهلو او بې خبره كسانو استفاده وكړه څو خپلو سپيرو موخو ته ورسیږی او كه څه هم امريكا او ملګری ئې غواړی خپله څيره ووينځی، خو دغه كارنشی كولی .
هغه روښانه كړه د هغوی موخه د مينځنی ختیځ پر درستې سيمې سلطه او دسرچينو نغرل دی خو بايداوس وګوری چې دسيمې ملتونه ویښ شوی دی او دوی په كوم وضيعيت كې دی . د هغه په وينا امريكا او ملګرو ئې اوس اعتراف كړی دی هركار چې په تيرو لسو كلونو كې ئې په مينځنی ختیځ كې كړی د ايران په ګټه تمام شوی دی خو دا نه وائی چې دا د ايران دملت د قربانۍ اوسرښيندنې بركت دی . د اسلامی ايران ولسمشر د خپلې وينا په بلې برخې كې روښانه كړه ايران د نړۍ خورا قدرتمند هيواد دی اوهیڅ يوحكومت ايران نشی ګواښلی په حقيقت كې دايران نامه دنړۍ دملتونو لپاره دژغورنې خورا ښكلی ترانه ده . هغه په عين حال كې جوته كړه دشهيدانووينه سبب شوې څو دامريكا دوكه بازه څيره د دغوصحنوترشامشخصه كړو
774458
captcha