IQNA

صفوی: د ايران سياست ګاونډيو هيوادونو ته ځانګړی پام دی

17:53 - April 15, 2011
د خبر لمبر: 2105917
سياسی او ولنيزه ډله: د ايران په پوځې چارو كې د ستر لارښود سلاكار رحيم صفوی وويل د دغه هيواد قدرتمن حكومت به هیڅ كله دا اجازه ورنكړی چې په دغه هيواد او ملت امنيت په تيره بيا سرحدی سيموكښې د پرديو هيوادونو لخوا له چيلنجونو سره مخامخ شی
د ايران د قرانی خبری اژإنس ايكنا د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت د ساتندویې ځواك پخوانې قوماندان په پوځې چارو كې د ستر لارښود سلاكار رحيم صفوی نن د ايران د سيستان او بلوچستان ولايت د هيرمند د خلكو په ټول كښې وويل د ايران حكومت د دغه هيواد په ګوټ ګوټ كښې د پوره آمنيت د ټينګولو لپاره د پوځی او سياسی امكاناتو له ټولنې د درست توان د كارولو لپاره پلانونه لری
ښاغلی رحيم صفوی جوته كړه د ايران د ډيپلوماسۍ لومړيتوب ګاونډيو هيوادونو ته ځانګړی پام دی .
هغه وويل كه ګاونډی هيوادونه، آمنيت، ثبات او آرامښت ولری، نو په ايران كښې به هم امنيت او آرامښت وی او دا يو مهم اصل دی .
774463

captcha