IQNA

علی لاريجانی: د سيمې د بدلونونو په اړه د امريكې چلند دوه مخی دی

23:38 - April 17, 2011
د خبر لمبر: 2107326
سياسی ډله: نن سبا د مظلومو ملتونو د پاڅون په ډګركې د امريكا او ځينو لويدیځی هيوادونو چلند ډير ضد و نقيض دی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر ډاكټر علی لاريجانی نن د اسلامی شورا په څرګندې غونډې كې د امريكا د خارجه وزيرې وروستيو څرګندونو ته په اشارې سره روښانه كړه ، دغه څرګندونې ښئ چې دوی څومره د سيمې د پیښو له واقيعيتونو ليرې فكر كوی او په عين حال كې ادعا كوی چې د مينځنی ختیځ پیښې په دقت سره څاری .
هيلری كلنټن له يوې خوا وائی د عربی هيوادونو انقلابونه د آزادۍ، بشری حقوقو او د اقتصادی اصلاحاتو په شعارونو سره پيل شوی دی چې ټوله په ايرانيو كړن لارو او رودو كې جرړه لری جې بايد د عربانو ملتونه دې هوښيار ووسی او د ايرانيانو په لومې كې ښكيل نشی .
ميرمن كلينټن په يوبړ ګډووډو څركندونو ې زياتوی چې ايران په يوه بشپړ حساب شوی پلان كې هڅه كوی د مينځنی ختیځ ديموكراټيك انقلابونه له مينځه يوسی .
ډاكټر لاريجانی په دې باب ووئيل امريكايان له يوې خوا له دغو انقلابونو د يران په ملاتړ ندیښمن دی او ه بلې خوا وايی چې ايران غواړی دغه غورځنګونه تباه كړی.
د ايران داسلامی شورا مشر روښانه كړه د امريكا د لالهاندۍ اصلی ستونزه دا ده چې نن سبا امريكا اصلی تورنه ده چې څو لسيزې ئې د خپلو لاسپوڅو په هر اړخيزو ملاتړونو سره د مسلمانو ملتونو عزت تارتاركړی دی او اوس په فرصت غواړی او تاؤتريخجن خوی سره غواړی د خپل تير وخت وحشيانه چلندونه توجيهه كړی . چې اوس وخت ترې تير شوی دی
775605
captcha