IQNA

آيت‌الله سيد محمدعلی علوی گرگانی د بحرين د پیښو وړاندې د نړيوالو ټو لنو په چو پتيا نيو كه وكړه

23:15 - April 20, 2011
د خبر لمبر: 2109375
سياسی او تؤلنيزه ډله: يوه اوچت مجتهد آيت‌الله سيد محمدعلی علوی گرگانی جو ته كړه د بحرين او عربستان مشرانو په بحر ين كې په جنايت سره د درستې نړۍ كې د مسلمانانو دښمنی او د خپلواكه ملتونو كركه راوپا روله .
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، آيت‌الله سيد محمدعلی علوی گرگانی نن د قم په مسجد اعظم جومات كې د بحرين د مظلومو خلكو پر ضد د عربستان او بحرين د عسكرو د جنايتونو په اړه وويل هغو به د دغو جنايتونو په وجه درنده بيه وركړ ی او نړۍ به هغو ته ځواب وركړی .
آيت‌الله سيد محمدعلی علوی گرگانی د بحرين د حالاتو په اړه جوته كړه د شاهدانو څرګندونې په بحرين كې د ال سعود او ال خليفه د جنايتونو او د غميزې د ژورتيا ښودنه كوی، هغو د شهيدانو او ژوبلو كسانو د كورنيو لپاره شرايط نا امنه كړی دی جوماتونه ويجاړوی او ورته اورونه لګوی، ځوانان له كارونو ليرې كوی او خلك یې د خوراكی موادو له پلوه هم سخت تر دباو لاندې راوستی دی، ماشومان شكنجه كوی او مبارز عا لمان یې جيلونو ته اچو لی دی .
دغه ستر مجتهد په دې باره كې د بشر ی حقو قو د مدعيانو او نړيوالې ټولنې په چوپتيا په سختې نيوكې سره وويل د بشری حقوقو دفا ع كونكی موسسو چوپتيا غوره كړی ده، په داسې حا ل كې چې په چټی پلمو ايران د بشری حقوقو په خلاف ورزی تورنوی
777849
captcha