د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب آيت الله امامی كاشانی نن د جمعې لمانځه په خطبو كې د دې خبرې په كولو سره چې انسانيت په اوسنی دور كې نسكورشوی دی وويل، استكباری او لويدیځی نړۍ د مسلمانو ولسونو غورځنګونه چې د اسلام بيرغ ئې په لاسونو كې دی نشی درولی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د لويدیځی هيوادونو په چپتيا په نيوكو سره د فارس خليج د ملګرتيا شورا ته په خطاب كې زياته كړه،څرنګه اسلامی هيوادونه دی چې د ګاونډيو هيوادونو د مسلمانانو د وژلو په وړاندې ئې چپتيا غوره كړې ده .
آيت ا.. كاشانی هم دا رز د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت ايت ا.. العظمی سيد علی خامنه ای له خواد اقتصادی جهاد په نامه د سږ كال نومولو ته په اشارې سره په بيلابيلو ډګرونوكې د كار او هڅو پر اهميت ټينګار وكړ .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د اقتصادی جهاد د ځانګړنو په بيانولو سره وويل دمحصولاتوزياتول،دكاركسب اوپانګونې دچانسونو رامينځته كول پرمختللې ټولنې ته د رسيدا ضرورتونه دی
778672