د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای نن د فارس ولايت د زرګونو خلكو په پرتمينه شتون كښې د دنيا او سيمې د اوسنی حساس حالت په بيانولو سره وويل نن د ايران د اسلامی انقلاب او د اسلام په بركت په سيمه كښې اسلامی عمومی ویښتيا رامينځته شوی ده او پريكنده توګه به نتيجه وركړی هماغه ډول چې په ځينو سيمو كښې یې نتيجه وركړی ده .
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود دغه راز ټينګار وكړ درې ګوڼه قواوې او په تيره بيا حكومت په خدمت او هڅې كښې دی هغه حضرت جوته كړه هر ځای چې د مشر تابه ستر مقام احساس كړی له ستر مصلحت څخه غفلت كیږی نو اقدام به ترسره كړی .
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ايران د اطلاعاتو وزارت په باره كښې د وروستيو څو ورځو پیښو ته په اشارې سره وويل په وورستيو ورځو كښې ددښمانانو پروپاګنډو يو ځل بيا وښودله چې چې هغوې په كوم ډول دپلمې په تمه دی او دليوه په شان په كمين كښې ناست دی .
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود په خپل حقه دریځ د ايران د ملت دريدا، د سيمې د ملتونو لپاره د هغې بيلګه كيدل د ايران د اسلامی نظام پرضد د دښمانه پروپاګنډو او دباونو اصلی دليل وباله .
حضرت ايت الله العظمی خامنه ای دغه راز د سيمې د بدلونونو په وړاندې د امريكا، اروپا او صهيونيسټانو حيرانتيا ته په اشارې سره وويل د استكباری قدرتونو ټوله هڅه دا ده چې د سيمې په بدلونونو تسلط ومومی خو اسلامی ویښتيا ختميدونكی نه ده .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د بحرين، يمن او ليبيا د بدلونونو په باره كښې ټينګار وكړ د سيمې د اوسنيو پیښو په تيره بيا په بحرين، يمن او ليبيا كښې منصفانه قضاوت د دې ښودنه كوی چې لويدیځو قدرتونو په خلكو ظلم كړی دی او په جنايتكارو او ګرمو كسانو سترګې نشو پټولای .
هغه حضرت د سيمې په خلكو د امريكا او لويدیځ د ظلم اصلی دليل د اسرايلو د جعلی رژيم د تمو تامينول وبلل .
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود د سيمې په چارو كښې د ايران د لاسوهنې ادعا ته په اشارې سره دغه ادعا بې اساسه و بلله او ټينګار یې وكړ د ايران اسلامی جمهوريت په خپل حقه او ډاګه نظر اعلانولو كښې د دنيا له هېڅ قدرت څخه نه دی ويريدلی .
779333