IQNA

په قدس كښې د ځمكې لاندې ټنلونو افتتاح كيدونكې ده.

14:27 - April 24, 2011
د خبر لمبر: 2111065
بين المللی ډله: صهيونيسټی رسنيو د مسجدالاقصی په خواوشا كښې د ځمكې د لاندې ټنلونو د جوړولو د وروستيو مرحلو او په نژدې راتلونكی كښې ئې د بين المللی ټولنو او د عرب چارواكو د چپتيا په سيوری كښې ددغه رژيم له خوا د دغو ټنلونو د پرانيستې خبر وركړ.
د «Middle East Monitor» د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه ټنلونه له ځمكې لاندې د يوې شبكې يا نیټ ورك په توګه د حرم شريف له لاندې څخه د ښار تر پخوانی برخې پورې غزول شوی دی
دغه ټنلونه د صهيونيسټی نيواكګرو له خوا په مختلفو مرحلو كښې د څلویښتو كالو په اوږدو كښې چمتو شوی دی چې د يوې شبكې په توګه له يو بل سره مربوط دی. ددغو ټنلونو اصلی ورودی د مسجدالاقصی سره نژدې په سيلوان سيمه كښې ده او د ندبه په نامه د مسجدالاقصی د لويدیځ ديوال له لارې د قدس شريف د پخوانۍ برخې مركز ته رسی چې په هغه ځائې كښې څو كورونه او يوه كنيسه جوړه كړې شوې ده.
779172
captcha