IQNA

د مسلمانو علماو د اتحاد په پياوړتيا باندې ټنګار

14:27 - April 24, 2011
د خبر لمبر: 2111068
بين المللی ډله: د پاكستان د( اسلامی ټولنې) رئيس د جمعې په ورځ له دينی علماو او پوهانو نه وغوښتل چې د دښمنانو د دسيسو د شنډولو او په خپل هيواد كښې د اسلامی نظام د عملی كولو له پاره دې د يو بل سره متحد او يو موټی شی.
د «The News» ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: سيد منور حسن په هغه غونډه كښې چې د ( اتحادالعلما) ټولنې په همت او ددينی عالمانو په ګډون سره جوړه شوه، څرګنده كړه: د اسلام دښمنان د مسلمانانو د صفونو په مينځ كښې د تفرقې په اچولو سره د هغوی د كمزوری كولو اراده لری.
دوی زياته كړه: اوس وخت رارسيدلی دی چې علما ددغو دسيسو د شنډولو له پاره كومو چې د ناڅه تفاوتونو او فرقونو په پلمه بڼه نيولې ده، د مسلمانانو ترمينځ د يووالی او پيوستون په رامينځته كولو لاس پورې كړی او هيواد د يو ستر اسلامی بدلون له پاره چمتو كاندی.
منور حسن په دوام كښې ووئيل: د سپټامبر د ١١ له پیښې نه وروسته د مسلمانانو پر خلاف صليبی جنګونه پيل شوی دی او په خواشينۍ سره ځينی عرب واكمنان د خپلو شخصی ګټو او په قدرت كښې د پاتې كيدو له پاره د امريكې غلامان شوی دی او د اسلام د دښمنانو تر څنګ ولاړ دی.
779089
captcha