د «kspr» خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د امريكې د سپرنګ فيلډ اسلامی مركز مسولان د تيرو دوو اونيو په اوږدو كښې په ځلونو د ګواښونو سره مخامخ شوی دی او درې ځله ئې ددغه مركز په آنګڼ كښې د قرآن كريم سوزيدلې پاڼې موندلی دی.ددغو پیښو نه وروسته د مختلفو دينی ډلو په زرهاوو غړی د غوی د مياشتې په دريمه نیټه ددغه مركز د ودانۍ مخې ته راغونډ شول چې له مسلمانانو او ددغه مركز له مسئولانو څخه خپل ملاتړ اعلان كړی.
مظاهره كونكی د مسلمانانو پر خلاف ددغه ډول اقداماتو سره د مقابلې له پاره د آګاهۍ او پوهې د زياتولو په موخه په دغه ځائې كښې راټول شول چې په دې كار سره دداسې پیښو عاملانو او د اسلام خلافو متعصبانو ته يو غوڅ پيغام واوروی.
779765