د «ujm» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: ددغه انټرنیټی ټی وی چينل د جوړولو هدف د فرانسې د مسلمانو ځوانانو د اتحادئې د ځانګړو پروګرامونو، غونډو او كانفرنسونو نيغ په نيغه خپرول اعلان شوی دی.
د مسلمانو ځوانانو د اتحادئې په ويب سائیټ كښې په يوه اطلاعيه كښې راغلی دی: د اسلام د مبين دين د تعاليمو د ترويج او د مسلمانو ځوانانو د اتحادئې د فعاليتونو په هكله د اطلاع رسونې په موخه د يوې مناسبې حل لارې د موندلو له پاره د مسلمانو وروڼو خويندو د بيا بيا غوښتنو نه وروسته ددغې اتحادئۍ غړيو فيصله وكړه چې (توحيد) نومې انټرنیټی ټی وی چينل جوړ كړی، ددې نه پس به ددينی بحثونو هغه مينه وال چې په غونډو كښې د ګډون فرصت نه لری كوې شی د انټرنیټ له لارې دينی كانفرنسونه او خبرې اترې واورې.
779778