IQNA

فرانسوی ښاريز د اسلام سره آشنا كیږی.

17:06 - April 25, 2011
د خبر لمبر: 2111863
بين المللی ډله: فرانسوی خلك د اسلامی تعليماتو سره د بلديدو په موخه د غوی د مياشتې په لسمه نیټه په (مارسی) ښار كښې سره راغونډيدونكی دی.
د «institut-imem» اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلام د مطالعاتو مديترانه ايزه موسسه (IMEM) د فرانسې په مارسی نومې ښار كښې د ( اسلام د خلاصو ورونو د ورځ) په نامه يوې طرحې په اجرا كولو سره اراده لری چې ددغه هيواد خلك د اسلامی اصولو سره آشنا كړی.
د اسلام د خلاصو او پرانيستو ورونو ورځ نومې اتمه دوره د غوی په لسمه په ځائی وخت د سهار په ٩ بجو د مارسی په ستر پارك كښې د مسلمانو او غير مسلمانو ښاريزو په شتون سره پيليدونكې ده او په دوام كښې به ئې مسلمان علما او پوهان ددغې ليدنې د اصلی موضوع په توګه د سنت نبوی( ص) په هكله ويناوې وكړی.
779762
captcha