د «cm-life» د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې د مشی ګن پوهنتون د هنر د برخې يو استاذ سكاټ ډيبرسټين به ددغې آموزشی دورې د تدريس مسئوليت په غاړه ولری.
د مشیګن پوهنتون د هنر د تاريخ د څانګې استاذ ريچل بارون-دانكن د ډی برسټين له خوا ددغې دورې د تر سره كولو په هكله ووئيل: بريسټين مخكښې هم د اسلامی هنر د ښوولو اقدام كړی وو او په دغه كار كښې ډير كاميابه پاتې وو، مونږ ددغې آموزشی دورې په وړاندې كولو ډير خوشاله يو او فكر كوو چې اوس ددغې دورې د تر سره كولو له پاره ډير ښه وخت دی.
780552