IQNA

د امريكې په (سالټ ليك سټی) كښې د قرآن ویړيا نسخې ويشلې كیږی.

14:14 - April 26, 2011
د خبر لمبر: 2112465
بين المللی ډله: د امريكې د فلوریډا ولايت د تندلاری پادری له خوا د قرآن كريم د سپكاوی په ځواب كښې ددغه آسمانی كتاب د نسخو په ویړيا توګه د ويشلو طرحه د غوی د مياشتې له ٥ نیټې نه د امريكې د (يوتا) ولايت د مركز په سالټ ليك سټی كښې د پروټسټانو د كليسې (واساچ) د مسئولانو له خوا پيل شوه.
د «Reuters» خبری آژانس په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې د واساچ كليسا مسئولانو د قرآن كريم ٥٠ نسخې د هغو په انګريزې ژباړې سره چمتو كړی دی چې له پرونه ئې په سالټ ليك ښار كښې په يو كتابتون كښې ويشل پيل شوی دی.
د واساچ كليسا كشيش سكاټ دلګارنو په دې هكله ووئيل: د نړۍ تقريبا ١.٦ ميليارډه مسلمانان په د وروستی الهی كتاب په توګه په قرآن باندې ايمان لری، خو يو ګڼ شمير خلك هم ددغه كتاب په باب د ډيرې لږې پوهې د لرلو پرته د دغه كتاب مخالفت ته راوړاندې كیږی. كه چيرې څوك غواړی چې ددغه كتاب په هكله آګاهی تر لاسه كړی نو كوې شی چې ددغه كتاب د يوې نسخې په برابرولو سره دې په خپله د قرآن په لوستلو او د هغه په معانو كښې په غور او تفكر كولو لاس پورې كړی.
780341
captcha