IQNA

د ګامبيا په كراون نومې ښار كښې د قران كريم د حفظ مركز جوړیږی.

17:20 - April 28, 2011
د خبر لمبر: 2113653
بين المللی ډله: د ګامبيا (كراون) ښار ددغه ښار د مسلمانو ځوانانو د فاونډيشن په كوشش چې په دې وروستيو كښې ئې د زده كونكو له پاره د قرآن يوه مقابله هم تر سره كړې وه، د قرآن د حفظ د مركز خاوند كیږی.
د «Today.gm» د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د كراون ښار د يو جومات امام «الح. فاندينگ سيسای» د قرآن د حفظ د دغه مركز د جوړولو له پاره د مسلمانو ځوانانو د فاونډيشن څخه د قدرونې په ترڅ كښې ووئيل: له دې نه پس به هغه والدين چې غواړی بچی ئې د قرآن كريم حافظان شی، كوې شی خپل بچی په دغه مركز كښې داخل كړی.
دوی دې ټكی ته په اشارې سره چې دغه مركز به د قرآن د حفظ نه علاوه د اسلامی اصولو او اخلاقی ارزښتونو ښوونه هم كوی، اعلان وكړ: ددغه قرآنی مركز جوړول د ګامبيا په مسلمانانو كښې د قرآن د زده كړې د اهميت ښودونكی دی.
782342
captcha