د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د دغو فيلمونو خپريدا په داسې حال كښې د مخالفانو پرضد د بحرين رژيم له تاوتريخوالی پرده پورته كوی چې له دې سره په يو وخت د روغتون سرچينې د هغو كسانو د بستری كيدا خبر وركړ چې د زهر جنو ګازو د استفادې له كبله ژوبل شوی .
دغه راز د ايران د سلامی شورا د امنيتی كميشن غړی كاظم جلالی په چټكې سره د بحرين په حالاتو دغور لپاره د پارلمانونو د اتحادیې لخوا د بې پلوه حقيقت موندونكی كمیټۍ د جوړولو غوښتنه وكړه .
د ايران د پارلمان مشر علی لاريجانی هم بیګا د نړۍ د پارلمانونو د اتحادیې له مشر تئوبن ګوريراب سره په ټيلی فونی خبرو كښې په بحرين كښې په ناوړه انسانی حالت په اندينښې څرګندولو سره د نړۍ د خلكو د استازيو د قانون په توګه د پارلمانونو د اتحادیې لخوا د پريكنده دریځ د غوره كولو پرضرورت ټينګار وكړ .
د ايران د اسلامی شورا د امنيتی كميشن غړی ښاغلی كاظم جلالی د بحرين د خلكو وژله، په ښځو تيری او د جوماتونو ړنګول په بحرين كښې د انسانی حقوقو ضد او غميزناكو موردونو نخښه وبلله او ویې ويل د سيمې ځينې هيوادونه بحرين ته د عسكرو او پوځی تجهيزاتو په استولو سره عملا د دغه هيواد د بې پناه خلكو په عام وژلې كښې شريك دی او د پارلمانونو اتحاديه بايد د دغو ناوړه اقداماتو په باره كښې غلی كښېننی .
782334