IQNA

ايت الله خاتمی: د سيمې خلك به د سلطې د نظام په مقابل كښې بريالی شی

19:14 - April 29, 2011
د خبر لمبر: 2113982
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعی لمانځه خطيب آيت الله سيد احمد خاتمی د ديكاتورانو په وړاندې د اسلامی پاڅونونو بريالی د سيمې خلك وبلل
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعی لمانځه خطيب آيت الله سيد احمد خاتمی د جنايتكارانو په وړاندې د سيمې د خلكو مقاومت ته په اشارې سره وويل هغه تاريخی تجربی ته په پام سره چې قرآن كريم بيان كړی ده، د سيمې خلك به د سلطې د نظام په مقابل كښې بريالی شی .
آيت الله سيد احمد خاتمی وويل نن سبا له آل سعود او آل خليفه د امريكا په ملاتړ سره بحرين په يو ستر بند بدل شوی دی او آل سعوا او آل خليفه په هر جنايت سره د نابودۍ په لور يو ګام نږدې كیږی.
آيت الله خاتمی د سيمې د خلكو د عام وژلې په وړاندې د ځينو اسلامی عالمانو، عربی اتحاديی ، اسلامی كنفرانس او د ملګرو ملتو په چوتيا نيوكه وكړه او له هغوئ یې وغوښتل خپله چوپتيا ماته كړی .
د تهران د جمعی لمانځه خطيب آيت الله سيد احمد خاتمی هم دغه راز د مينځنی ختیځ ، فارس خليج او د آفريقا په شمال كښې د ولسی حركتونو په وړاندې د امريكا سياستونو ته ګوته ونيوله او زياته یې كړه د سيمې د خونړيو پیښو اصلی عامله جنايتكاره امريكا ده .
ښاغلی آيت الله سيد احمد خاتمی د سيمې د بدلونو په وړاندې د فارس خليج د ملګرتيا د شورا د دریځونو په اړه وويل دغه شورا له جلادانو سره دملګرتيا په شورا بدله شوی ده او په سيمه كښې د امريكا د مټ رول لوبوی .
هغه ولايت فقيه د ايران دسپیڅلی جمهوری اسلامی نظام اساس وباله او ویې ويل د ايران د اسلامی انقلاب اصل د ايران د اسلامی جمهوريت د بنسټګر حضرت امام خمينی (رح) په تدبيرونو او لارښوونو سره بريالی شو.
د تهران د جمعی لمانځه خطيب آيت الله سيد احمد خاتمی په ايران كښې د دوه ګونې واكمنۍ د شتون په اړه د دښمنانو د القاء په هكله وويل په ايران كښې يوازينۍ واكمې هماغه واكمن قانون دی چې په متن كښې ولايت فقيه دی .
783056
captcha