د nowlebanon د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: حزب الله په دې بيانيه كښې د فلسطين د ملی پخلاينې د موافقه ليك د لاس ليكولو په باب ددغه هيواد ولس ته مباركی ووئيله او دغه كار ئې د اسرائيلی ضدو ځواكونو د اتحاد او يووالی بيانونكی وباله.
حزب الله ټينګار وكړ: د فتح او حماس موافقه ليك د فلسطين مسئله پياوړې كړې ده او د صهيونيسټی دښمن پر خلاف د مقاومت د غورځنګونو له پاره يو قدرت ګڼل كیږی.
په دغه بيانيه كښې د فتح او حماس له روغې جوړې نه صهيونيسټی او امريكائی قهر ته په اشارې سره راغلی دی. دا مسئله ښودنه كوی چې موافقه ليك په يوه سمه لاره كښې روان دی كوم چې به د نيواكګرو له سلطې څخه د خپل هيواد د خلاصولو له پاره د فلسطين د ولس د مقابلې په ګټه وی.
783667