د مصر د «اليوم السابع» ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه شركت اعلان وكړ: انټرنیټ استعمالونكی كوې شی په انټرنیټ كښې د ګوګل سائیټ د پلټنې په ځائې كښې د «اوقات الصلاة» په ليكلو سره د خپلې خوښې د ښار د شرعی اوقاتو له دقيق وخت نه خبر شی.
د نظر د خاوندانو په وينا دغه اقدام له عربی ژبې او د اسلام له مبين دين څخه د ګوګل د ملاتړ په لړ كښې تر سره شوی دی.
ددغې طرحې په ازمیښتی اجرا كښې د ګوګل په پلټونكی (بار) كښې د رياض ښار نوم په ليكلو سره ددغه ښار شرعی اوقات په دقيقه توګه مشخص نه شول خو د مكې مكرمې شرعی اوقات مشخص شول كوم چې ددې بيانونكی دی چې د مختلفو ښارونو د شرعی اوقاتو په دغه سائیټ كښې داخلول په تدريجی توګه تر سره كیږی.
784332