د كويت چاپ د «الرأی» ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی ميراث د احيا د سازمان د كويت د (جهرا) ولايت د څانګې رئيس فرحان الشمری په دې اعلان سره ووئيل: كورودایې ميرمنې او د دينی علومو محصلينې جينكۍ هره ورځ مازیګر كوې شی د ټيليفون له لارې قرآن قرائت كړی او د استاذانو په مرستې سره هغه تصحيح كړی.
دوی زياته كړه: د قرآن د خدمت او د هغه د تعليماتو د خپرولو په موخه خلكو او موسسو ته امكانات يا وسائل وركول يو ډير ارزښتناك قدم دی چې د كويت د جهرا ولايت د اسلامی ميراث د احيا جميعت په همدې لړ كښې د قرآن د قرائت د سمې رودې د ښودلو له پاره د ټيليفونې زده كړې په شان يو شمير برنامې اجرا كوی.
785919