د «Islam Today» خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د آسټريليا اسلامی ميوزيم د آسټريليا او د نړۍ د نورو هيوادونو په تاريخ كښې د مسلمانانو د ونډې د معرفی كولو او د اسلامی غنی ميراث نندارې ته د ایښودلو په موخه او همداراز د تاريخی داستانونوسره د بلدتيا او د هنری آثارو او د اسټريليائی مسلمانانو سره د لازياتې آشنائۍ په هدف سره جوړيدونكی دی.
كه څه هم د دغه ميوزيم افتتاح تر اوسه نه ده شوې خو د عربانو د سوداګرۍ په ننداتون كښې به كوم چې د روانې غوی د مياشتې په ١٥ او ١٦ په ميلبورن ښار كې تر سره كيدونكی دی، اسلامی آثار وړاندې كړی.
785563