IQNA

د مصر مسلمانانو او عسايانو د ملی تړون غوښتنه وكړه

21:55 - May 14, 2011
د خبر لمبر: 2121991
نړيواله ډله: د مصر زرګونو مسلمانانو او عسايانو پرون د غويی د مياشتې په 23 نیټې، د قاهرې په التحرير ميدان كښې جمع شول او د مذهبی جګړو ختميدل او د امن غوښتنه یې وكړه.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) چې له «lemonde» ورځپاڼې یې نقلوی، : د مصر زرګونو مسلمانانو او عسايانو د قاهرې په التحرير ميدان كښې قرانونه او سليبونه په لاس راغلل او د مذهبی جنګ جګړو ختميدل یې وغوښتل.
ګډون كوونكيو په داسې حال كښې د ملی اتحاد غوښتنه وكړه چې يو بل سره تر څنګ ولاړ وو او د هيواد له حكومته یې وغوښتل چې د تيرې اوونۍ مجرم كسان دې ونيسی او محاكمه دې كړی.
791071
captcha