IQNA

علی لاريجانی: د بحرين د ولس په ضد د تاؤتريخوالو مخنيوی دې وشی

23:05 - May 15, 2011
د خبر لمبر: 2122610
سياسی ډله: د ايران د اسلامی شوراخبری آژآنس راپوروركړ د ايران داسلامی شورا مشرعلی لاريجانی نن د نړۍ د پارليمانونو د مشرانو په نامه په يو ه ليك كې په بحرين كې د انسانی غميزواو د تاؤتريخجنو چلندونو په اندیښنې څرګندونې سره وويل په بحرين كې د جنايتونو د دوام د مختنيوی لپاره په نړيوالواورګانونوكې د پارليمانونو عملی اقدامات ضروری دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران داسلامی شورا مشرعلی لاريجانی د دغه ليك په دوام كې د بحرين د چارواكو له خوا په سوله ايز بهيركې ددغه هيواددولس غوښتنوته دځواب او له بحرينه د نيواكګروعسكرودوتلوپه ضرورت ټينګار كړی دی . او ويلی ئې دی دبحرين دولس غوښتنو ته بې پامی اوتاؤتريخجنو چلندونو دوام په راتلونكی كې دناكراريو اوګډوډيولپآره دزمينې برابرول دی او يوازې ديموكراسی په سيمې كې تل پاتې امنيت ټينګولی شی .
دډاكټرلاريجانی په ليك كې ټينګار شوی چې د مينځنی ختیځ سيمې اوشمالی افريقادملتونودحقوقودغږپورته كونكی غورځنګونه د اړونده ديكتاتورانو د ټغر د ټولو په موخې سره دی او دا سې بهيردی چې د سيمې د ملتونو لپآره د خوځنده اوتاندراتلونكی ځيری وركوی
792208
captcha