IQNA

آل خليفه د دولتی ترهګرۍ څرګنده نمونه ده.

15:30 - May 18, 2011
د خبر لمبر: 2124674
نړيواله ډله: آل خليفه په جوماتونو باندې په حملې او د قرآن په سوزولو سره له ټولو سرو كرښو نه اوړيدلی او د بحرينی مظاهره كونكو پر خلاف ئې په خپلو جنايتونو سره وښودله چې د حكومتی ترهګرۍ څرګند مثال دی.
د بحرين سياسی فعال او ددغه هيواد له مظلوم ولس څخه د ملاتړ د نړيوال ائتلاف غړی قاسم الهاشمی د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا سره په خبرو كښې ددغه مطلب د بيانولو په ترڅ كښې ووئيل: د بحرينی اعتراض كونكو په ځپنه كښې د آل خليفه سياست د دولتی ترهګرۍ يوه څرګنده بيلګه ده او دغه رژيم په خپلو ترهګرانه اقداماتو سره له حده وتلی دی او د مسجدونو په ورانولو او د قرآن په سپكاوی سره د مسلمانانو د مقدساتو له پاره د هیڅ ارزښت قائل ندی.
الهاشمی په دوام كښې زياته كړه: كله چې يو كافر قرآن سوزوی نو د خدای تعالی (ج) ويره د هغه ټول وجود نيسی ځكه چې د وحی كلام يو مقدس كتاب دی خو د آل خليفه رژيم چې د مسلمانۍ ادعا كوی، نه يوازې د ويرې احساس ونه كړ بلكه خپل ترهګرانه اقدامات ئې دومره لوړ حد ته ورسول چې جوماتونه ئې بې پروا ړنګ كړل او قرآن كريم ئې وسوزوه.
793401
captcha