IQNA

د فرانسې د (تول) نومی ښار د جومات سپكاوۍ كونكی په زندان محكوم شول.

15:29 - May 18, 2011
د خبر لمبر: 2124675
بين المللی ډله: په فرانسه كښې يوې محكمې دوه نژاد پاله ځوانانوته د «تول(Toul)» ښار په جومات باندې د حملې په وجه د ١٨ مياشتو قيد واوروه.
د «estrepublicain» د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس له مخې د فرانسې د (نانسی) ښار محكمې دوه ٢١ كلن ځوانان د (تول) ښار په مسجد باندې د حملې او ددغه عبادتی ودانۍ په ديوال باندې د اسلامی ضدو شعارونو د ليكلو او د سركوزی د سر د ځوړندولو په دليل د ١٨ كالو په تعليقی حبس يا قيد باندې محكوم كړل.
دغه دوه ځوانان د ٢٠٠٩ ميلادی كال په وړومبيو كښې د فرانسې د تول ښار جومات ته ننوتی وو او بيا ئې ددغه اسلامی ودانۍ د كړكيو له ماتولو وروسته د مسجد په ديوالونو باند د مسلمانانو پر خلاف يو شمير شعارونو ليكلی وو چې د امنيتی ځواكونو په كوشش او د اسلامی انجمنونو په تعقيبونې سره ونيول شول او محاكمه شول.
793401
captcha