IQNA

آيت‌الله قبلان په لبنان كښې د ملی اتحاد غوښتنه وكړه

12:58 - May 20, 2011
د خبر لمبر: 2125221
د لبنان د شيعو د اسلامی لوړ مجلس د مشر سكرټری آيت‌الله «عبدالامير قبلان»، د دې هيواد د خلكو د اتحاد غوښتنه وكړه
د ايران دقرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «iloubnan»، یې نقلوی، آيت‌الله قبلان د غويی د مياشتې په 29 نیټه د لبيان د بيلا بيلو حزبونو استازو سره په كتنه كښې، د بيلا بيلو حزبونو له لارويانو وغوښتل چې په لبنان كښې ملی وحدت سره مرسته وكړی.
هغه د خبرو په بله برخه كښې د لبنان د مخپرتګ يوازينۍ لاره د قومی او دنينی تعصباتو پریښودل وګڼل او ویې ويل: د لبنان خلك بايد د دښمانانو د مقابلې لپاره له اختلافه ځان وساتی او په خپلو كښې اتفاق او اتحاد راولی.
794998
captcha