د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله محمد امامی كاشانی وويل نړيوالې موسسې د دې پرځاې چې دظلم د ختميدا لپاره هڅه وكړی په خپله د مظلومانو پرضد اقدامات كوی او دغه چلندونه د بشری ټولنې ناهيلۍ نوره هم زياتوی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ښاغلی كاشانی په بحرين دواكمن حالت په شمول دسيمې بدلونونو ته په اشارې سره وويل مسلمانان په ازمیښت كښې دی چې معلومه شی چې تركومه اندازه ددنيا له مظلومانو سره مرسته كوی او تركومه حده دځان په فكر كښې دی .
ښاغلی ايت الله امامی كاشانی ټينګار وكړ دا سلامی دنيا دنده د حضرت امام مهدی عليه السلام انتظار دی او په دغه حالت كښې خوځښتونه پياوړی كیږی او ناهيلۍ له انسانو ليرې كیږی او خدای پاك ج هم له مظلومانو سره دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب امامی كاشانی خبرداری وركړ چې د مذهبونو علماْء بايد ویښ شی چې وګوری چې صهيونيزم او د امريكا استكبار كوم ډول ګډوډۍ رامينځته كړی ده او ډاګينه ېې كړه هغوې بايد د عدالت غږ پورته كړی ځكه چې دغه چغې د اسلامی ویښتا څپه پياوړی كوی.
795097