IQNA

د تهران د جمعی لمانځه خطيب: د انقلاب دا بیړۍ بې له ولايت فقيهه غاړې ته نه شی رسيدی

18:24 - May 20, 2011
د خبر لمبر: 2125290
سياسی ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله محمد امامی كاشانی وويل: زمونږ د پوهانو او متفكرانو خبره هله اثر لری چې داسې يو كس د اسلامی امت مشری په غاړه اخستې وی چې په اسلامی طريقو او عدل سره چلن كوی او بې له ولايت فقيه بیړۍ غاړې ته نه شی رسيدی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش آيت‌الله محمد امامی كاشانی عضو مجلس خبرگان رهبری د تهران د جمعې د لمانځه په دويمه خطبه كښې اسلامی ویښتيا ته په پام وويل: اسلامی ویښتيا به هیڅ كله ختمه نشی او دسلطې نظام به هره ورځ په هغه لومه كښې چې په خپله یې جوړه كړی ده نور هم ښكيل شی .

ايت الله محمد امامی كاشانی وويل نړيوالې موسسې ددې پرځاې چې دظلم دختميدا لپاره هڅه وكړی په خپله دمظلومانو پرضد اقدامات كوی او دغه چلندونه دبشری ټولنې ناهيلۍ نوره هم زياتوی .

د تهران دجمعې لمانځه خطيب په بحرين دواكمن حالت په شمول دسيمې بدلونونو ته په اشارې سره وويل مسلمانان په ازمیښت كښې دی چې معلومه شی چې تركومه اندازه ددنيا له مظلومانو سره مرسته كوی او تركومه حده دځان په فكر كښې دی .

د تهران دجمعې لمانځه خطيب ايت الله امامی كاشانی ټينګار وكړ داسلامی دنيا دنده دحضرت امام مهدی عليه السلام انتظار دی او په دغه حالت كښې خوځښتونه پياوړی كیږی او ناهيلۍ له انسانو ليرې كیږی او خدای پاك ج هم له مظلومانو سره دی .

هغوی خبرداری وركړ چې دمذهبونو علما بايد ویښ شی چې وګوری چې صهيونيزم او دامريكا استكبار كوم ډول ګډوډۍ رامينځته كړی ده.
795103
captcha