IQNA

د امريكې په تنسی ولايت كښې د جومات د جوړيدو اجازت وركړې شو

23:18 - May 22, 2011
د خبر لمبر: 2126678
نړيواله ډله: د امريكې په تنسی ولايت كښې د «مورفريزبورو»(Murfreesboro) ښار اسلامی مركز د 12 مياشتو له كوششه وروسته چې ډېرو مخالفتونو سره مخامخ وو اخر كامياب شو او د جمات جوړيدو اجازت یې واخست.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Islam Today»، اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د مورفريزبورو د اسلامی مركز امام «اسامه بهلول» دې خبرې ته په اشارې سره چې د دې جمات جوړيدل به ټولو ته قبول وی وويل: مونږ د دې جمات په جوړيدو له اوله خوشحال وو او دا مو خوښه وه چې ټول خلك حتی هغه كسان چې دې سره مخالف دی هم هغوی ته د دې د جوړيدو اعلان وكړو.
796160
captcha