د «Islamic Center of Napervile» د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه مقابلې به د امريكې د ايلينويز ولايت په نيرويل ښار كښې د نپرويل اسلامی مركز د مسولانو په همت ددغه مركز په ودانۍ كښې تر سره شی.
ددغو مقابلو د تر سره كولو هدف د تجويد د قواعدو په اساس د قرآن كريم د حفظ او قرائت زده كولو ته د مسلمانانو هڅول اعلان شوی دی.
ددغو مقابلو په پائې كښې به د هرې برخې ګټونكو ته د انعامونو په وركولو سره د هغوی درناوی وشی.
نپرويل اسلامی مركز د غبرګومی د مياشتې له ٢٣ نیټې نه د زمری تر ١٣ پورې د قرآن د حفظ او قرائت د رودو د زده كولو يوه كوټلې دوره هم تر سره كوی.
796959