IQNA

د بحرين د بيرغ د بدلولو له پاره د آل سعود د رژيم وړانديز.

16:51 - May 24, 2011
د خبر لمبر: 2127874
بين المللی ډله: د آل سعود رژيم د بحرين په كورنيو مسائلو كښې د خپلو څرګندو دخالتونو په دوام كښې د آل خليفه رژيم ته د بحرين د ولس د انقلابی هويت د له مينځه وړلو په موخه ددغه هيواد د بيرغ د رنګ او شكل د بدلولو وړانديز وكړ.
د نون د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د آل سعود چارواكو په خپل دغه بې شرمه وړانديز كښې اعلان وكړ: د بحرين اوسنی بيرغ ددغه هيواد دانقلابی ولس په سيمبول باندې بدل شوی دی او د هغه رنګ او شكل په كار دی بدل شی.
د آل سعود رژيم ټينګار وكړ: د عربستان دولتی چارواكی او ددغه هيواد ډيپلماټيك استازی د بحرين د بيرغ په ليدلو سره كوم چې د نړۍ په بيلا بيلو هيوادونو كښې د بحرين د خلكو له انتفاضې څخه په ملاتړ كښې رپول كیږی، ويریږی.
آل سعود همداراز د بحرين له پارليمان څخه كوم چې ددغه هيواد له شيعه استازيو نه خالی دی وغوښتل چې ددغه هيواد په تاريخ كښې د يوې نوې مرحلې د پيلولو په توګه د بحرين د بيرغ د بدلولو له پاره يوه فيصله وكړی.
796940
captcha