IQNA

د روژې د قران كريم مقابلې په امريكې كښې ترسره كیږی.

17:34 - May 24, 2011
د خبر لمبر: 2127884
نړيواله ډله: د امريكې مسلمانان د زمری د مياشتې په 23 نیټه چې د روژې د مياشتې څوارلسمې نیټې سره سمون لری، د «نپرويل»(ICN) په اسلامی مركز كښې د قران كريم د حفظ په مقابلو كښې ګډون كوی.
د ايران دقرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Islamic Center of Napervile» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا مقابلې د نپرويل د اسلامی مركز د مسئولانو په مرسته د امريكې په «ايلينويز» ولايت كښې په دې مركز كښې ترسره كیږی.
د دې مقابلو د ترسره كولو غرض، د مسلمانانو د قران كريم حفظ او قرائت هڅول دی.
په دې مقابلې كښې ګډون كوونكی په څلورو برخو د سوره كهف حفظ چې له 22 تر 30 كالو عمر سره خاص دے د سوره ياسين حفظ چې له 18 تر 22 كالو عمر كسانو سره خاص دی او د سوره رحمن حفظ چې له 14 تر 18 كالو كسانو سره خاص دی او د سوره ملك حفظ چې له 10 تر 14 كالو عمر كسانو سره خاص دی ترسره كیږی.
د مقابلې په پای كښې به هر كټونكی ته ډالۍ وركړې كیږی.
796959
captcha