د «marocjournal» د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې: د اسلامی فرهنګ او كلتور د اونۍ د پروګرامونو افتتاحيه مراسم د روم د ښاروال ګيانی آلمانو، د ایټاليا د اسلامی او فرهنګی مركز د رئيس عبدالله رضوان، د يو شمير اسلامی او غير اسلامی هيوادونو د سفيرانو، د اسلامی، مسيحی او يهودی سازمانونو د استازيو او د يوې ډلې مسلمانو هنرمندانو په شتون سره تر سره شول.
ددغه فرهنګی برنامې تر سره كونكو لدغې برنامې څخه خپل هدف د اسلامی فرهنګ او تمدن د بهترې معرفۍ له پاره په فرد پورې د يوې اړوندې زمينې رامينځته كول او د مختلفو دينونو د پيراوانو تر مينځ د خبرو اترو د فرهنګ لوړول اعلان كړی دی.
797534