د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران د پارلمان مشر ډاكټرعلی لاريجانی نن د مينځنی ختیځ د وروستيو بدلونونو او د فلسطين د ملت پرضد د امريكا د نويو دسيسو په باره كښې وويل ملتونه بايد د خپلو واكمنانو د ټاكلو لپاره داسې كسان انتخاب كړی چې په عمل او په صراحت سره وويی چې په سيمه كښې د امريكا او صهيونيسټانو د شتون مخالف دی.
د اسلامی ايران د پارلمان مشر وويل ټول بايد ځير ووسی چې حقير او سپك عناصر په بله بڼه ډګر ته ورننوځی او د سيمې ملتونه بايد هوښيار ووسی چې كندې ته ونه غورځېږی.
د اسلامی ايران د پارلمان مشر علی لاريجانی وويل امريكا د صهيونيسټ رژيم د ژغورلو هڅه كوی او د صهيونيسټ رژيم د ژوند دوام او د هغه وجود د ملتونو پرضد د دايمی ګواښ او د سيمې د سرطانی يا كينسر د ناسور د ساتلو په معنا دی.
798503