د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعی لمانځه خطيب آيت الله احمد خاتمی د بحرين او يمن خونړيو حالاتو ته اشاره وكړه او ویې ويل بحرين په يو ستر بند بدل شوی دی او امريكا د دغه هيواد بدلونونومديريت كوی.
هغه وويل انګلستان او صهيونستان هم په بحرين كې د خلكو د شكنجو مديريت كوی .
خاتمی امريكا ته د صهيونست رژيم د لومړی وزير بنيامين نتانياهو سفر او ددغه هيواد په كانګريس كښې د هغه وينا ته اشاره وكړه او ویې ويل امريكا د صهيونستی لابيو تر اغيزو لاندی پريكړې كوی .
د تهران د جمعی لمانځه خطيب زياته كړه د فسلطين د موضوع په هكله له خپلی خبری د اوباما شاتګ ددې ښودنه كوی چې هغه د صهيونستانو نوكر دی.
آيت الله خاتمی وويل د ايران د آمنيتی ادارو لخوا د امريكا د استخباراتی اداری (CIA) د جاسوسانو نيونه د ايران د استخباراتو د قدرت ښودنه كوی .
نوموړی د خرمشهر د آزادۍ كليزې ته اشاره وكړه او ویې ويل د خرمشهر فتح كولو وښودله وسلې په ايران په تپل شوی جنګ كښې لومړۍ خبره ونكړ ، بلكه پياوړو ايمانونو او سرښيندونكو مقاومتونو لومړۍ خبره وكړه .
آيت الله خاتمی په ايران كې د اسلامی شورا يا پارلمان د رول په اړه وويل اسلامی شورا د درستو چارو په سر كې ده او د چارو واګې یې په لاس كې دی ځكه په اسلامی ايران كښې مسئولان د خلكو ټاكل شوی استازی دی .
799154