IQNA

احمدی نژاد: د سيمې خلك د خارجی عسكرو له شتون خوشحاله نه دی

16:40 - May 27, 2011
د خبر لمبر: 2129105
سياسی ډله: د ايران ولسمشر احمدی نژاد وويل د افغانستان، عراق، پاكستان او د سيمې ټول خلك هیڅ كله د خارجی پوځيانو له شتونه خوشحال نه دی .
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران ولسمشر احمدی نژاد نن په مركه كښې له امريكا سره د ستراتژيك تړون د لاسليك كولو لپاره په افغانستان د امريكا دباونو ته په اشارې سره وويل تهران د افغانستان شرايط درك كوی او هيله من دی د دغه هيواد ملی ګټو ته پام وشی.
د ايران ولسمشر احمدی نژاد د افغانستان د ولسمشر ، د هغه د لومړی مرستيال ، د ملی امنيت د لوړې شورا د سيكرتر د مشرانو او ولسی جرګو د مشرانو او دسولې د لوړې شورا دمشر په شمول دافغانستان له لوړرتبه مقاماتو سره خپلې كتنې ته په اشارې سره وويل د۲۰۰۱ ميلادی كال د سپتمبر د مياشتې ديولسمې نیټې له حملو وورسته په افغانستان كښې د پرديو هيوادونو د شتون د پلمې ختميدا ته په پام سره نور په افغانستان كښې د خارجی عسكرو دشتون ضرورت نشته .
د ايران دغه مسول دغه راز له نشه ايزو موادو او ترهګرۍ سره دمبارزې په نوم په افغانستان كښې داتوڅلویښتو خارجی هيوادونو كابو يو نيم لك عسكرو شتون ته اشارې سره وويل په افغانستان كښې دخارجی عسكرو له ديره كيدا وروسته دنشه ايزو موادو څلویښت فيصده زياتوالی پوښتنه رامينځته كونكی خبره ده.
799042
captcha