د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم ټيلی ويژ یې نقلوی چې د عراق د پارلمان استازی جمعه العطوانی د عراق په جنوب كښې په ميسان ولايت كښې د بحرين د ملت د مرستې په سترې غونډې كښې وويل د بحرين حكومت د خلكو د ځپلو لپاره په سلګونو خارجی ګوډاګيان په تيره بيا د صدام فدايان په كار اچولی دی .
جمعه العطوانی د بحرين له ملت سره د خواخوږۍ د اعلانولو په ترڅ كښې چې له ظلم څخه د خلاصيدا او د ازادۍ لپاره یې پاڅون كړی دی او له بلې خوا د بحرين د حكومت لخوا ځپل كیږی وويل بايد د بحرين د ملت ملاتړ وكړو.
دينی مبارز طلبه ښاغلی ، شيخ عادلالهنان، هم په يوې وينا كښې د بحرين له ملت سره د پيوستون د اعلانولو په ترڅ كښې له اسلامی هيوادونو وغوښتل د بحرين له كړيدلی ملت سره په مرستې كښې مهم رول ولوبوی.
799405