IQNA

د اسلامی نړۍ كارپيژاند: د ايران سياستونه د مينځنی ختیځ سيمې د ثبات مهم عامل دی

21:16 - May 28, 2011
د خبر لمبر: 2129770
سياسی ډله: د اسلامی نړۍ د مسايلو كارپيژاند ښاغلی ساجدی د ايران سياستونه د مينځنی ختیځ سيمې د ثبات مهم عامل وبلل.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی نړۍ د مسايلو كارپيژاند ښاغلی ساجدی ايرنا خبری اژانس ته وويل د ايران اسلامی جمهوريت هڅه كوی د سيمې مسايل دسيمې د هيوادونو په وسيله او د پرديو له لاسوهنې پرته حل شی .
ښاغلی ساجدی په سيمه په تيره بيا په عراق ، افغانستان، بحرين ، سوریې او ليبيا كښې د تاوتريخوالو په ختمولو كښې د ايران سياستونه رغنده او د ستاينې وړ وبلل .
هغه وويل د ايران اسلامی جمهوريت د سيمه ايزو ملګرتياو د پراختيا ملاتړ كوی او د ايران سيمه ايزه ډيپلوماسۍ دغه هدف په رسيدا او د سيمې د هيوادونو ترمينځ د ستراتيژيكو ملګرتياو د ګډون په پياوړتيا ولاړه ده .
799271
captcha