د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د پارلمان د خارجی سياست او ملی امنيت دكميسيون غړی كاظم جلالی د ايران پرضد د يوه غير رسمی تشكل د جوړولو لپاره له سعودی عربستان سره د هيوادونه ملګرتيا ناممكنه وبلله او ویې ويل سعودی عربستان په غلطه لاره ګام پورته كوی او له دې سياسی لوبې به له بايلل كيدا پرته بله كومه ګټه ونلری.
هغه خبرداری وركړه د سعودی عربستان لخوا د ايران ضد هڅه به د سيمې بې ثباتۍ ته لمن ووهی او دغه موضوع دعربستان لپاره چيلنج رامينځته كونكی ده .
هغه ټينګار وكړ دغه دسيسه له نورو هيوادونو سره دايران داسلامی جمهوريت په اړيكو منفی اغير نشی اچولای ځكه چې دنړۍ هيوادونه له ايران سره دخپلو اړيكو په پياوړتيا پسې دی .
دايران دپارلمان دغه مسول په دې خبرې سره چې له پريكړه ليكونو او بايكاټونو سره سره دتهران برياليتوب دسيمې دهيوادونو لپاره دهيلې په ټكی بدل شوی دی وويل همدغه موضوع سبب شوی چې نور هيوادونه له ايران سره دخپلو اړيكو دپراختيا په فكر كښې ووسی .
وال سټریټ جورنال ورځپاڼې په يوه راپور كښې ويلی دسعودی عربستان مقامات دايران پرضد ديوه عربی تشكل دجوړولو لپاره له ځان سره دځينو نورو هيوادونو ديوځاې كولو هڅه كوی .
800162