IQNA

طاهری: د لويدیځ دوه ګوڼه چلندونه د سيمې د خلكو د نفرت سبب شوی

23:28 - May 31, 2011
د خبر لمبر: 2131811
سياسی ډله: د ايران د اسلامی شورا د كلتوری كميسيون د خارجی اړيكو د كمیټۍ غړی د لويدیځ دوه ګوڼه چلند د ملتونو د نفرت سبب وباله.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی حجت‌الاسلام والمسلمين سيد علی طاهری، نن په تهران كښې د سویډن د خارجه وزارت د افريقا د شمال او د مينځنی ختیځ د چارو له مسئول ریډ بيری سره په كتنې كښې وويل د سيمې جمهوريت غواړی ملتونه د لويدیځ او په تيره بيا د امريكا له دوه ګوڼه چلند خبر دی او همدغه موضوع د ملتونو د نفرت سبب شوی ده.
د ايران د اسلامی شورا د كلتوری كميسيون د خارجی اړيكو د كمیټۍ غړی وويل د ايران سوله ايز اټومی فعاليت د اټومی انرژۍ د نړيوال اژانس تر څارنی لاندې او د اټومی وسلو د توليد او پراختيا د بنديز د تړون اين پی ټی په شمول د نړيوالو تړونونو او مقرراتو په چوكاټ كښې دی.
د ايران دغه مسول وويل ايران تل په اټومی موضوع كښې مطرح شويو شكونو ته كامل او منطقی ځواب ويلی خو ځينې هيوادونه د تهران پرضد فضا جوړونې سره غواړی د ايران د علمی او اټومی پرمختګونو مخه ونيسی.
801607
captcha