د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران د پارليمان مشر ښاغلی علی لاريجانی نن د فارس خليج د لنګه بندر كې د څپو ماتوونكی پروژې د پيل په دستورو كې وويل حضرت امام خمينی (رح) ستر ایډيالونه او هيلی درلودی او په يوه كلام كې یې د خدای او الهی پيغمبرانو لارې ته د بشر ستنيدا غوښتله.
د اسلامی ايران د پارليمان مشر ښاغلی علی لاريجانی وويل امام خمينی (رح) د درستو لپاره عدالت او پرمختګ غوښته او په ايران كې هم ددغه ټاټوبی او هر وګړی په پرمختګ ، كمال او هوساينې پسې ؤ .
هغوئ د عدالت پراختيا او د بې وزلۍ ختمول د امام خمينی (رح) يوه غوښتنه وبلله او ویې ويل د څو موخيزو څپو ماتوونكې پروژې په پرانيستلو سره دسيمی د خلكو لپاره د تجارتی او ښكار د آسانتياوو په لړ كې يو بل ګام پورته كړای شو .
لاريجانی وويل سمند د خلكو د روزۍ يوه سرچينه ده او له سمندره د زياتی استفادې زمينې بايد برابری شی څو خلك په آسانۍ سره د حلالی روزۍ د ګټو لپاره خورا زياته استفاده وكړی .
802302