IQNA

احمدی نژاد: امام خمينی رحمه الله عليه په درستې نړۍ كې د مظلومانو ملاتړی ؤ

12:46 - June 04, 2011
د خبر لمبر: 2133089
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد بیګا د اسلامی انقلاب د ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمينی په سپیڅلی حرم كې د لسګونو زره زيارتوالو په ټول كې په دې خبرې په ټينګار سره چې د استكبارجبهه بندون ته رسيدلې ده وويل نننی استكبار د توحيد د جبهې په مقابل كې وروستی خنډ دی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی احمدی نژاد په دې خبرې په ټينګار سره چې د استكبارجبهه بندون ته رسيدلې ده وويل نننی استكبار د توحيد د جبهې په مقابل كې وروستی خنډ دی او كه له دغو خنډونو تير شو، نو توحيدی خوځښت نيكمرغې ته د رسيدا لپارهدف ته رسیږی.
ښاغلی احمدی نژاد هم دا راز دې خبرې په كولو سره چې مستكبران د خپل ژوند په وروستۍ كړۍ كې بندون ته رسيدلی دی وويل د ايران د ملت د هوښيار او میړنی رهبر په مشرۍ ملت په دريدا او مقاومت سره د مستكبرانو ټوله دسيسې له ماتې سره مخامخ كړی دی خو مونږ بايد بيا هم غافل نه شو ځكه چې د هغوی پروګرامونه او پلانونه بدل شوی نه دی او هماغه راز دوام لری.
د اسلامی ايران ولسمشر روښانه كړه استعمارګرانو په نويو څيرو او پلانونو سره ډګر ته د نګلی دی او د هغوی هدف يوازې د امريكا د ناروغه اقتصاد اود صهونيسټ رژيم ژغورل دی. ټول ملتونه بايد هوښيار او ځير ووسی او پوه شی چې له استكبار سره د مبارزې اصلی لور او مقابله د امريكا له سلطې او د صهونيسټ رژيم له موجوديت سره مبارزه ده او ترڅو چې دغه جنايتكار رژيم حتی د فلسطين د ټاټوبی په يوې چپې كې هم پاتې وی زمونږ سيمه به كراری ونه وينی.
هغه د نړۍ درستو پتمنو ملتونو ته په خطاب كې وويل ټول ملتونه بايد د امريكا او صهونيسټ رژيم د نابودۍ په لور حركت وكړی.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر دغه راز د حضرت امام خمينی د ځانګړنو په بيانولو سره وويل امام خمينی په درستې نړۍ كې د مظلومانو ملاتړی او له ظلم او ظالمانو سره دمبارزې بيرغوال ؤ او پخپلې هوښارۍ او ځيرتيا سره ئې استكباراواستعمارپخپلودسيسو او پلانونو كې پاتې راوستهّ او دنيا ته ئې وښودله چې په مقاومت او په خدای په توكل سره خپل حق ترلاسه كيدلی اواستعمارته ماته وركولی شی.
ښاغلی احمدی نژاد دغه راز د سيمې وروستی بدلونونه او د ملتونو پاڅونونه د ايران د اسلامی انقلاب له بركته وبلل او وې ويل اوس د ديكتاتورانو ورستی وخت رارسيدلی دی او ملتونه به خپل برخليك له دې وروسته پخپله ټاكی او نور به له سيمې استكبار اواستعمارخپل ټغر ټول كړی اوپخپل ټاټوبی كې به هم په كرار نه شی.
803357
captcha