IQNA

د ايكنا لخوا د حضرت امام خمينی(رح) د رحلت كليزې ته كتنه

15:53 - June 05, 2011
د خبر لمبر: 2133178
سياسی ډله: نن سبا دايران د اسلامی جمهوريت دبنسټګر حضرت امام خمينی ره درحلت دكليزې په درشل كښې يوو . دامام خمينی ره د رحلت كليزه دايران داسلامی انقلاب په تاريخ كښې ديوې بلې مهم پیښې له كليزې سره سره سمون خوری چې يوه ورځ وروسته شوی ده .
د جون دمياشتې پينځمه نیټه په ايران كښې دخونړی پاڅون كليزه ده .
داسی پاڅون چې په ايران كښې دمحمد رضا پهلوی دشاهنشاهی ظالم نظام پرضد دايران دخلكو په حركت كښې دبدلون پيچومی دی .
د ۱۹۶۳ ميلادی كال دجون په پينځمه نیټه دمحمد رضا پهلوی ځواكونو په زرګونو كسان چې دامام خمينی ره په نيولو یې اعتراض كاوه په و ينو كښې ليت پيت كړل .
دمحمد رضا پهلوی امنيتی او پوليسو ادارو دامام خمينی ره له نيولو څو مياشتې وړاندې دباچا دحكومت په اقداماتو او سياستونو داعتراض كونكو دسخت ځپلو زمينه برابره كړی وه .
د۱۹۶۳ ميلادی كال په مارچ مياشت كښې دمحمد رضا پهلوی امنيتی ځواكونو دفيضيه په نوم په قم كښې دطلباو په مدرسې حمله وكړه .
ددغه حملې په بهير كښې دفيضيه مدرسې په لسګونو طلبا دباچا رژيم دځواكونو دډزو يا له بامونو او دودانيو له كړكيو دغورځولو له كبله مړه او يا ژوبل شول .
دايران باچا په دغو اقداماتو سره غوښتل دعلميه مدرسو په طلباو كښې ويره او ډار رامينځته كړی چې هغوې په محرم مياشت او دامام حسين عليه السلام دوير په مناسبت په جوماتونو كښې په ويناو كښې دباچا رژيم دجنايتونو پرضد څه خبره ونكړی .
د۱۹۶۳ميلادی كال دجون دمياشتې پينځمه نیټه دمحرم له ورځو او دنړۍ دپتياليو او دشيعه مسلمانانو دستر پيشوار او مقتدا حضرت امام حسين عليه ا لسلام دپاڅون له كليزې سره سمون خوړه .
حضرت امام خمينی ره په محرم مياشت كښې دخلكو وير او ماتم كول دمحمد رضا پهلوی دظالم حكومت له اقداماتو او سياستونو دخلكو دخبرولو لپاره مناسب فرصت وليد .
دايران دپهلوی جاسوسۍ ادارې او پوليسو ددغه رژيم له اقداماتو دخلكو دخبرولو او دهغو ددوديدا دمخينوی لپاره ددامام خمينی ره له نيت څخه په خبريدا سره دامام حسين عليه السلام دوير په دستورو كښې د روحانيانو د وينا لپاره يو حكم صادر كړ .
په دغه حكم كښې دريو اساسی ټكو ته اشاره شوی وه .
لومړۍ داچې دباچا پرضد به خبره نكوی دوهمه داچې داسرايلو پرضد به څه نه وايی او دريمه داچې خلكو ته به نه وايی چې اسلام په خطر كښې دی .
دايران دباچا دحكومتی ادارې لخوا ددغه اعلامیې له خپريدا وروسته امام خمينی ره دقم دعلماو او مراجعو په شتون سره په يوې غونډې كښې وړانديز وكړ دعاشورا په ورځ به تاسو هر يو دحسينی عزادارو او خلكو لپاره وينا كوئ او دباچا رژيم له جنايتونو او ظلمونو به پرده پورته كوئ .
امام خمينی ره هم ددغه رژيم له ګواښ سره سره د۱۹۶۳ ميلادی كال دجون دمياشتې په دريمه نیټه يعنی دعاشورا د ورځې دمازیګر په څلورو بجو دوينا كولو لپاره دقم دفيضيه مدرسې په لور روان شو .
هماغه مدرسې ته چې دوه مياشتې وړاندې ورباندې دمحمد رضا پهلوی ځواكونو حمله كړی وه .
حضرت امام خمينی ره دقم په فيضيه مدرسې كښې په يوه سختې وينا كښې دكربلا له بوږونكو پیښو بيانولو وروسته په فيضيه مدرسې دباچا دپوځيانو حمله دكربلا پیښې ته و رته وبلله او هغه یې داسرايلو دهڅولو لپاره يوه غميزه وبلله او باچا رژيم یې داسرايلو ګوډاګی وباله .
دايران داسلامی انقلاب بنسټګر حضرت امام خمينی ره له روحانيانو دمحمد رضا دپهلوی رژيم د جاسوسۍ ادارې ساواك ژمنه اخستو ته په اشارې سره باچا او اسرايلو ته بد مه وايی او داخبره مه كوی چې اسلام په خطر كښې دی وويل زمونږ ټولې ستونزې او اختلافات په همدغو دريو موضوګانو كښې دی .........كه چيرې مونږ ونه وايو چې اسلام په خطر كښې دی ايا اسلام په خطر كښې نه دی ؟ كه چيرې مونږ ونه وايو چې باچا داډول دی ايا هغه داډول نه دی ؟ كه چيرې مونږ ونه وايو چې اسرايل داسلام او مسلمانانو لپاره خطرناك دی ايا خطرناك نه دی ؟ او اصولا داسرايلو او باچا ترمينځ څه ارتباط او تناسب شته چې جاسوسۍ اداره وايی دباچا په هكله څه مه وائ داسرايلو په هكله خبره مه كوئ ؟ايا د باچا جاسوسۍ اداره اسرايلی ده ؟دامام خمينی ره ايشواكونكو او سختې و ينا باچا له و ړاندې څخه زيات په خلكو كښې رسوا او سپك كړ .
له دې وينا دوه ورځې وروسته د۱۹۶۳ ميلادی كال د جون دمياشتې په پينځمه نیټه امام خمينی ره دباچا په نيغ نيغه حكم په قم كښې په خپل كور كښې ونيول شو او سمدستی تهران ته انتقال كړی شو .
باچا رژيم لومړۍ امام خمينی ره په يوې انفرادی كوټانۍ كښې بند كړ او ورپسې یې دعشرت اباد په نوم دتهران په مركز كښې يوه پوځی كيمپ ته منتقل كړ .
په څو ساعتونو كښې دننه دايران خلك دامام خمينی ره له نيول كيدا خبر شول .
دامام خمينی ره دنيونې په اعتراض كښې په قم ، تهران ، ورامين ، مشهد او شيراز ښارونو كښې مظاهرې ترسره شوې چې دامام خمينی په ملاتړ او دباچا پرضد شعارونو پكښې وركول كيدل .
پوځی ځواكونو چې دقم او تهران په حساسو ښارونو او مركزونو كښې ديره وو په مظاهره چيانو ډزې و كړې .
په هغه ورځ او دوه ورځې وروسته هم مظاهرې روانې وې او په زرګونو كسان مړه او ژوبل شول .
ترټولو ناوړه پیښه تهران ته نږدې دورامين ښار دكرونده ګرو وژله وه چې كفن یې اغوستی وو .
پوځی ځواكونو په دغه كروندګرو حمله وكړه او د درنو وسلو ډزې یې ورباندې وكړې .
د۱۹۶۳ ميلادی كال دجون دپينځمې نیټې دخونړی پاڅون له ځپلو وروسته محمد رضا پهلوی دامريكا په مرستې او ملګرتيا سره دامنيتی او پوليسی فضا په رامينځته كولو سره هڅه وكړه دهرډول ازادی غواړی حركت او اعتراض لاره بنده كړی .
دباچارژيم جاسوسۍ ادارې ساواك چې باچا دامريكا دجاسوسۍ ادارې سی ايی ای او د صهيونيسټ رژيم دجاسوسۍ ادارې موساد په مرستې سره یې رامينځته كړی وه په لسګونو ازادی غواړی او سياسی مخالفان ونيول او دشكنجه كيدا مركزونو ته یې يوړل .
په دوې كښې ډير سياسی مخالفان داسلام او دخپل هيواد دازادۍ دمكتب په لاره كښې دجاسوسۍ ادارې ساواك دمامورانو دڅاروی ډوله حملو په وجه شهيدان شول .
هغه كسان چې ژوندی پاتې شول په ۱۹۷۹ ميلادی كال كښې دايران داسلامی انقلاب تر برياليتوب پورې په زندان كښې وو .
محمد رضا پهلوی پوهيد دامام خمينی ره په وژل كيدا سره دخلكو دبلوا او غوسه مخه نشی نيول كيدلای په همدې دليل یې دامام خمينی ره له نيول كيدا وروسته يو نيم كال امام خمينی ره او دهغه دشاګردانو او يارانو ترمينځ دواټن د رامينځته كولو لپاره لومړۍ تركیې او بيا عراق ته جلا وطن كړ .
د۱۹۶۳ ميلادی كال دجون دپينځمې نیټې دپاڅون له ځپلو او له دغه پاڅون وروسته له ټولو ځپونكو اقداماتو سره سره باچا ونه توانيد دايران دخلكو دازادی غواړی حركت مخه ونيسی .
دستر روحانی په مشرۍ داسلام تر بيرغ لاندې ازادی غواړی غورځنګ پيل شو او دجون دمياشتې له پينځمې نیټې وړاندې په ايران كښې ازادی غواړو حركتونو دمحمد رضا پهلوی او دهغه دپلار رضا شاه له ظالم حكومت سره مبارزې ته هوډمن او واحد مشر نه درلود .
محمد رضا پهلوی كه څه هم په ظاهره دجون دمياشتې دپينځمې نیټې دپاڅون په ځپلو كښې بريالی شوی وو خو په اصل كښې هغه په خپلو دغو ځپونكو اقداماتو سره خپل حكومت له نسكوريدا سره مخامخ كړ .
له دغه پاڅون وروسته دمحمد رضا دفاسد او جنايتكار حكومت څيره ټولو ته ښكاره شوه .
له دغه پاڅون وړاندې دمحمد رضا ډيرو مخالفانو په تشريفاتی او محدودو اختياراتو سره دسلطنتی حكومت دساتلوغوښتنه كوله .
دامام خمينی ره په نيول كيدا او دخلكو په ځپلو سره ټولو ته ښكاره شوه چې دغه حكومت اصلاح كيدونكی نه دی .
له دې كبله دايران دخلكو دازادی غواړو مبارزو په تاريخ كښې دلومړی ځل لپاره دباچا رژيم نسكوريدل دمحمد رضا پهلوی له حكومت سره دمبارزې اصلی هدف وګرځيد .
حضرت امام خمينی ره په ۱۹۶۳ ميلادی كال كښې دخلكو دخونړی پاڅون داغيزو په باره كښې وفرمايل :« په دغه ورځ يزيديانو په خپلو جنايتكارو لاسونو خپل قبر وكيند چې تر اخره پورې خپل او دجنايتكار ظالم رژيم هلاكت ثبت كړی او دځان لپاره ابدی شرم پرځاې پریږدی .»
دجون دمياشتې دپينځمې نیټې له خونړی پاڅون وروسته دايران دعادی خلكو په سويه له باچا رژيم سره دمبارزانو ترمينځ پياوړی وحدت رامينځته شو .
كه څه هم امام خمينی ره په جلاوطنۍ كښې وو خو دايران دخلكو په زړونو كښې یې ځاې درلود .
دامام خمينی ره شاګردانو او ملګرو له بيلابيلو لارو دامام خمينی ره پيغامونه په ايران كښې دهغه مينه والو ته رسول .
په نهايت كښې دايران خلك له پينځلس كاله مبارزې او دامام خمينی ره دښو لارښونو او مشرۍ په سيوره كښې له ايران څخه ۲۵۰۰ كلن باچاهی نظام ختم كړ او د ۱۹۹۷ ميلادی كال په فرورۍ مياشت كښې یې دايران اسلامی انقلاب برياليتوب ته ورسوه .
بې شكه هغو وينو چې د۱۹۶۳ ميلادی كال دجون په پينځمه نیټه په واټونو كښې توې شوې دامام خمينی ره په مشرۍ دايران دخلكو د ازادی غواړو مبارزو نتيجې ته په رسولو كښې بې بديله رول درلود .
ايران ته دامام خمينی ره دبيرته ستنيدا په و خت پنځوسو(۵۰) لكو خلكو دهغه حضرت هركلی وكړ .
دحضرت امام خمينی ره له رحلته وروسته هم لس ميليونه خلكو دهغه دجنازې په مراسمو كښې ګډون وكړ .
دغه هركلی او دجنازې په دستورو كښې دڅو ميليونو خلكوګډون دايران داسلامی انقلاب دژوندی والی ښودنه كوی .
دايران داسلامی انقلاب دبنسټګر حضرت امام خمينی ره د رحلت دكليزې په مناسبت هركال په ميليونونو ايرانيان دهغه حضرت په مزار كښې راغونډیږی چې وښيی چې دايران اسلامی انقلاب هماغه راز ژوندی او خوځنده دی .
داسی انقلاب چې دنړۍ دازادی غواړو لپاره بيلګه شوی دی او دهغه نښې دمينځنی ختیځ او دافريقا په شمال كښې دظالمو حكومتونو پرضد دخلكو په پاڅونونوكښې ليدلای شو .
803317
captcha