IQNA

د غبرګولې ۱۵ د امام خمينی په مشرۍ د ايران د ملت د مبارزو د بدلانه پيچومی دی

15:55 - June 05, 2011
د خبر لمبر: 2133229
سياسی ډله: د ۱۳۴۲ لمريز كال د غبرګولې د ۱۵ نیټې سهار وختی د پهلوی رژيم عواملوپه قم كې د حضرت امام خمينی په كوريرغل وكړ
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ۱۳۴۲ لمريز كال د غبرګولې د ۱۵ نیټې سهار وختی د پهلوی رژيم عواملوپه قم كې د حضرت امام خمينی په كوريرغل وكړ او امام خمينی ئې چې له دې يوه ورځ وړاندې ئې د قم په فيضيه مدرسې كې د حسنيی عاشورا په ورځ په يوې كوټلی وينا كې د رضا شاه پهلوی له جنايتونو پرده پورته كړه ونيول او تهران ته منقل شو.
له دغې پیښې څوشيبې نه وې تيرې شوی چې د قم ښار درست سړی ښځې او ماشومان واټونو ته ووتل او پخپلو شعارونو سره ئې درست قم ئې ولړزاوه چې د پچا تالی څټو هم پرې رحم ونه كړ او وئيل شوی چې په دغه ورځ كابو يو زر پنځه سوه انقلابی خلك شهيدان شول.
هم دا رازپه همدغې ورځې كله چې دورامين میړنيوخلكودحضرت امام خمينی دنيول كيداخبر واوريد نودكفنونوپه اغوستلو سره د تهران په لوروخوځيدل چې د پاچا تالی څټو پرې يرغل وكړ او په وينو كې ئې ليت پيت كړل
803513
captcha