IQNA

په لیټونی ژبه كې هم د قران پاك ترجمه چاپ شوه

15:54 - June 05, 2011
د خبر لمبر: 2133230
نړيواله ډله: په جمهوريه لیټونی كې د قران پاك لومړۍ ترجمه په لیټونی ژبه كې د سه شنبه په ورځ د يو ديرشمې مئی سره سم چاپ او ماركیټ ته راغی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «worldbulletin» یې نقلوی چې د د دې ترجمې چاپيدو بندوبست د لیټونی مشهور سياستوال ښاغلی «ايمانتس كالنينز»، كړی دی.
ښاغلی «ايمانتس كالنينز»، عمر اويا كاله عمر دی او هغه په ميلادی كال 2002 نه تر 2010 پورې د لیټونی پارلمان غړی ؤ.
د جمهوريه لیټونی په شمالی اروپا كې د بلقان په سيمه كې ده او د دې پولې ايسټونيا، لیټوانيا ،روس او بيلاروس سره تړلی دی ددې هيواد اكثريت عيسايان دی او د مسلمانانو شمير دلته ډير لږ دی.
803234
captcha